د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نسيم شفق

غزل

غزل




يوناڅاپه مې شو پام يوې جلۍ ته



ښايسته وه ښكلې ورته ښاپيرۍ
ته



دانسان له عقله لرې يې ښايست وه



جوړه كړې وه خداى سمه عاشقۍ ته



مايي وليدې چې سترګې پرې مين شوم



شومه تيرله سرو ماله ليونۍ ته



هسكه غاړه ،لاله خوله،ژاله غاښونه



سپيلنۍ شه دنيا ټوله ګلالۍ ته



تورې زلفي يې ماران وه باڼه غشې



داكږۍ وريځۍ يې ورته وې ليندۍ ته



سپينه زنه يې مڼه نازك بدن
وه



دخوراك وه خومې پام شوقيمتۍ ته



دجبين خويې ښكلا وه دومره زياته



دسيالۍ نارې كولې وسپوږمۍ
ته



ماكجكول دمينې وړاندې كړپه تمه



خيريې رانكړو مغروره وه ځوانۍ ته



بيامې زړه كړچې ترې غلابه
كړمه حسن



زړه ورشفق بي زړه شوشهزادګۍ ته

د شاعر نور شعرونه ←