افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د پلار میراث
د پلار میراث
عبدالطیف منت بار
موږ ته شهامت په میراث
پاتی دی
ژوند د سعادت په میراث پاتی دی
خپلی ستونزی خپلی حل کولی شو
موږ ته دا جرًت په میراث پاتی دی
ځان ځنی اول د نورو غم
کوو
داسی حرکت په میراث پاتی دی
لوبه د تحریب په ختمیدو کی
ده
موږ ته دا فطرت په میراث پاتی دی
موږ ته د وطن د ابادی
په نوم
تل د پلار وصیت په میراث پاتی دی
نور به د ازغو پرځای ګلان کرو
موږ ته دا خصلت په میراث پاتی
ژوند کړه (منت باره)
دژوندون غوندی
تاته دا عادت په میراث پاتی دی