د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
عبدالقديم وياړ

ارمان

کاشکې زه ژورناليست نه وايي
ګوندې په دې ترخو رازونو ژر نه خبريداي
هره ورځ به مې د چاودنې اوځانمرګې بريد خبر نه جوړاوه
هره ورځ به يو چا راته نه ويلې:
زه
دطالبانو وياند يم
داکار زمونږ مجاهدينو کړی
هره ورځ به مې نه اوريداي
تاسو دحکومت او ملي ګټو پرضد
ياست
دطالبانوخبرونه خپروی
کاش چې زه ژورناليست نه واي
ګوندې له فساده ډکې دولتي ادارې به مې نه ليدلاي
ګوندې پارلمان ته به نه ورتلاي
هلته به مې فيشني وکيلانې او وکيلان نه ليدلاي
دهغوسرچپه کارونوبه نه
حيرانولاي
کاش چې زه ژورناليست نه واي
زه به د دولتي چارواکو چلونو چلوټو نه ځورولاي
مابه د ولسمشر له
وياند څخه نه پوښتل:
د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې مخنيوی به کله کيږي؟
مابه دباندينوچارو وزارت نه
دمهاجرينو په زوره را ايستلو ستونزه نه پوښتله
کاش چې زه ژورنالست نه واي
کاش زه داسې يو څوک واي
چې پرته له

توازن
بيطرفۍ
اودقت
څخه
پرته له ژورناليستيکو
اصولوڅخه
اوپه خلاص مټ
ما دا کولاي شواي
چې دغله په ټنده وليکم
غل
غل
غل




سه
شنبه 3/10/1387



کابل-لمرټلويزون

د شاعر نور شعرونه ←