افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
شعر
شعر
سیدانتظارخادم
روح ورنه اخلي وجدان قتلوي زړه يي وژني
يو
څو سړي دي انسانان قتلوي زړه يي وژني
څومره عجيبه ده په يو چم کي اوسيږي واړه
يو افغان پاڅيږي
افغان قتلوي زړه يي وژني
چاړه يي ستوني باندي ږدي ساه يي په ګوتو اخلي
بچي د بوري مور ارمان قتلوي
زړه يي وژني
زه ورته ويني ورکوم چي رب يي ستره کاندي
ظالم غوټيو کي ګلان قتلوي زړه يي وژني
هغي دي وګورۍ د وينو خړاوي بهيږي
د ميني تور باندي ځوانان قتلوي زړه وژني
خدايه را لنډي کړه
د اوږد انتظار شيبي مي
که نه څو ورځو کي جانان قتلوي زړه يي وژني