د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
فریده هوډ‌ سیفي

ستا سترګې

ستا سترګې




ډاكټره فريده هوډ سيفي
نه پوهيږم څه دي ستا
په سترګو كې
وايمه چې ښه دي ستا په سترګو كې
وخت راته غوټۍ شي بيا ګلونه شي
څومره ډير خواږه دي
ستا په سترګو كې
ځلند مشالونه شي چې راشې ته
څه ستوري پراته دي ستا په سترګو كې
زړه مې وايي زه هم
درته وايمه
پاتې مې كاته دي ستا په سترګو كې
ته رڼه آينه زما د مينې يې
پوه يم نور څه نه دي ستا په
سترګو كې
سيند مې وړي لاهو به شم راګوره خو
ډير څگه مې په زړه دي ستا په سترګو كې

د شاعر نور شعرونه ←