افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل
ډاکټرمحمداکبراکبر
زړه مینه لري خو هوس نه لري
نوردهوسونوڅه وس نه لري
مونږ به هم داورلمبه ګۍ کړې وی
خودغه نغری جوړې خس نه لري
ما له یې په چونګ دقناعت کې را
هغه تږی نه یم چې بس نه لري
زړه یوه څپه ده دخاموشه سیند
سل ځله که ماته شي کړس نه لري
نو،خدایزده چې په چا به یې خرڅ کړی وی
خو،ښه ده چې زما قلم نس نه لري