د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالحکیم شاداب

نظم

نظم



ژړا به وکړمه په دې حالاتو



چې زمونږ په ګران وطن کې څه تیریږي


داسې ژوندون مو خدایه ندی پکار



د دین دښمن مو چې په وره تیریږي



د چا یې ورور د چا یې پلار وژلی


دغه بدرنګ په توره شپه تیریږي







***







پښتون په هر ځای کې دی ښه پریمان دی






خو اتفاق نشته غورځنګ نشته







هغه په تورو او په زغرو سمبال







دې پښتنو
کې هغه ننګ نشته







چې له یې وېرې وو مغل په لړزان







د خوشحال خان د تورې شرنګ نشته






***







دا به د کوم سړي وجدان ومني







د هر افغان په کور بمونه غورزي






ها په حجاب کې سترمنې پېغلې







اوس چې په زور ترېنه شالونه غورزي







زمونږ
په هر افغان یې داسې کړي







د خولې یې سوي فریادونه غورزي







***







مونږ
افغانان یو په ډالرو مین







حیا مو ورکه شوله پت لوټ شو







دلته بدرنګ راځي د شپې په م
هال







د پښتنو پېغلو عزت لوټ شو







زما شډل بډل پښتون جانانه







لږ خو راپاڅېږه غیرت لوټ شو







***







پښتونه خوند دې اوبو ځکه وړی







ته ورته ګورې دوی ظلمونه کوي







د څو ډالرو اخستو په خاطر







په هر افغان باندې روبونه کوي






داسې ډالر دې زمونږ سرونه وخوري







چې کور د ننه مو بریدونه کوي







***






ته د نیویارک ماڼو نه خوند اخلې







زمونږ یتیمان د سوال ډوډۍ پسې مري






زمونږ په ګران وطن کې جوړ دی ماتم







پېغلې ځوانان مو خوشالۍ پسې مري







ستا په ډالرو
باندې مست افغانان







ناموس یې پرېښوده روپۍ پسې مري







***







داسې دې چېرته
اوریدلي اشنا







چې وي ښادي پکې ماتم جوړ شي







د تورو تورو الوتکو په سر






زمونږ د ښادی په کور کې غم جوړ شي







له پښتنو مې ګیله ځکه وشي







چې د اغیار ټپ
ته ملهم جوړ شي







***







پښتونه ستا نه ګیله من یم ځکه







چې نن یې ته ولې تر څنګ درومې؟







دا خو د تکو شنو ډالرو زور دی







چې اوس په لاره د بدرنګ درومې






تانه امید به د میړانې څه وي







چې د کفارو په فرهنګ درومې







***






د خدای قرآن باندې اوس لوبې کوي







زمونږ امام ته درناوی نلري







د حق
ناحق خبرې نشو کوی







زمونږ پیغام ته درناوی نلري







افغانه پاڅېږه غورځنګ وکړه






زمونږ سلام ته درناوی نلري







***







چې دین ایمان باندې یې سر ور کاوه






هغه مو ټول په جیلخانه کې بند دي







پښتانه چپه خوله دي هېڅ نه وایي






دوی د ډالرو په پنجره کې بند دي







افغانان داسې بیمارۍ ونیول







اوس خو د بوش په
اجازه کې بند دي







***







داسې د سور ښامار په لاس کې اوسو







د وېرې غږ کولی
نشو چاته







د زورورو په پنجره کې ګیر یو







د زړګي حال ویلی نشو چاته






داسې ژوندون نه خو بیا مرګ بهتر دی







د حق خبرې کړلی نشو چاته

د شاعر نور شعرونه ←