افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
لوبي
لوبي
عبدالطیف منت بار
کله منی شی ارمانونه لوبی
د دی بیوزلو
امیدونه لوبی
د خدای مخلوق ته اغزی څله کری
په ژوند کی کله منی زړونه لوبی
حق د بشر ته در
ناوی په کار دی
نه غواړی نوری پر هارونه لوبی
چی په سینه کی د چا زړه وی ژوندی
لیری کوی شی د
ژوندون نه لوبی
د دی وطن ویاړونه خاوری نه کړی
منی په ځان کله و ختونه لوبی
له بی خودی نه که
په خود غوندی شی
زیاتوی تل مدام ګردونه لوبی
د وخت غوښتنی دا منلی نه شی
نه شی منلی بی قانونه لوبی
دعدالت په دی پراخ جهان کی
زیاتوی تل مدام غمونه لوبی
چی ، منت بار، ژوندون
تری کرکه کوی
نن وینم زیاتی له پر هارونه لوبی