افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
سترګو كې د يار ومه راپريوتم
اوښكه وم يادګار ومه راپريوتم
ستا له اورني رخساره پورته شوم
اور ومه انګار ومه راپريوتم
جام چې دې پر سر د ښكلا واړاوه
مست غوندې خمار ومه
راپريوتم
ورك شومه د مينې په دوه لاره كې
سترګې دې پر لار ومه راپريوتم
ستړى له مودو نه پاتې شوى وم
څ
ړيكه د پرهار ومه راپريوتم
پښو كې دې د حسن د سجدې په دود
هسك غوندې چنار ومه راپريوتم