پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
زه
زه
شاعره: عراقی نازک الملایکه
ژباړه: شرر ساپی
شپه تپوس
کوي زه څوک یم؟
زه یې تورمضطرب رازیم
زه یې چوپتیا یمه سرکشه
په چوپتیا مې هم خپل اصل قانع
کړی
ر ا تاو کړي مې له زړه دې ګمانونه
اوزه پا تې یمه دلته
اسویلې مې له خولې خیژي
پیړۍ هم کړې
داپوښتنه ؟
چې زه څوک یم ؟
شما ل هم وایې زه څوک یم ؟
زه یې روح یمه حیرانه
هغه روح چې زمانه رانه م
نکره
دهغه په څیرپه لامکان کې اوسم
دواړه یوځای یو
پای نلري روان یو
چې پیچوموته ورلنډ شو
وایوخلاصه
بدبختې شوه
خوبیاهم تشه فضاوی
زمانه وایې زه څوک یم ؟
زه ددې په څیرسرشاره زوروره
او وختونه رانغاړم
بیا یې بیرته خپرومه
دښې هیلې له امله
پیداکوم زاړه وختونه
بیا یې بیرته خښومه
چې زه نوی پرون
جوړکړم
چې سبا یې
کنګلیز وی
ذات هم وایې چې زه څوک یم ؟
زه دده په څیرحیرانه
او تیاروته وته
یم ځیره
هيڅ شي نشي راکولی راته امن اوسکون
زه همدغسې یم پا تې
بس پوښتنې دي او زه یم
لاځواب رانه سراب
په پرده نغښتی
خوګمان لرم نیږدې دی
خوچې کله ورنیږدې شمه
اوبه شي