د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
دکتور فاروق أعظم

ښـځــــه

دجنت يوه ټـوټـه ده يو ښـه کـور (۱)
هغه کور چي وي آرام بی شروشور
کـور محـل دی دسکـون او آرام
ۍ د الـفــت، دمحـبـت، د خــوشـحالـۍ
کـور په ښـځه دی آبـاد او ښايـسته په هغې دی ښکلی خوږ او آراسته
ښه ګلان درته راوړي له خپله
باغه آرزو دي دکلو چي کړې درچاغه
داده روح دکور کالـبد کي هميشه چی روح نه وی تش کالبد نو ورکوه
ستا لباس دی، ستا پرده ده ستا عزت
(۲) ستا آبرو ده، ستا حيا ده ستا شوکت
دا نعمت چي دي په برخه، شه شاکر خـپـله ښـځه نـازوه دخـدای ذاکــر
په تن لوڅه په نس وږې وي نهاره
دسـيالانـو وي ناسيـاله خواروزاره
په داټولو وي رضاچي ته رضا يې پاچهی ده چي
يو ته يې خواپخوا يې
ټول غمونه يې شي ورک له يوه سره ستا خـندا چي پرشـنـډانو سی دبره
دا دنـــيا ومـافــيها ددې هـم تـه يې که ته هرڅه يې که بد يې او که ښه يې
هی دريغه چي دې ښـځه وي آزار ستا له لاسه يې زړګی وي تارپه تار
ګرځولی دي پرښځه وی خپل کور سره سکروټه، تورلحد او سپيره ګور
خپل سکون په ډب واخ بدلوې څله؟ جوړ جنت په سوردوږخ اړوې څله؟
وويريږه،عرش لرزيږي چي ته لاس پر
مظلومی ښځي پورته کړې دپاس (۳)




(۱) نهج البلاغة
(۲) سورة البقرة – آية: ۱٨٧، ۲۲۳
(۳) حـديـث

د شاعر نور شعرونه ←