افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
درحمان با با مزار
درحمان با با مزار
سمیع الدین افغاني
چه
د رحمان بابا مزار ورانوي
د پښتنو ستر افتخار ورانوي
دا د فرهنګ او د
ادب دښمنان
زموږ کلتورزموږ یادګار ورانوي
زموږ تاریخ ته دوي په سپکه ګوري
دوی زموږ
څلی او منار ورانوی
نن د صوفی عبدالرحمان په پلمه
د تصوف پلونه او لار ورانوي
دوی د انصاف او انسانیت نه لري
نن که رحمان سبا انصار ورانوی
دا تنګ نظره دتعصب لیونیان
د افغانانو کار او زیار ورانوی
اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسی
چه
د افغان ولس ګلزار ورانوی
افغانی زموږ د پرګنو یووالی
د دښمن ځاله
او اعتبار ورانوی
--------------------------------------
٨ / ٣ / ٢٠٠٩
مهاجرت