د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عنایت الله پایښت متونوال

تریخ غږ

څه ښايسته شپه وه
آسمان له ستورو ډک وه
ستورو ځلاوی کولی
سپوږمۍ رڼا کوله
د کلي لر او بر څه خاموشي خپره وه
خو یو ناڅاپه غږ شو
هلۍ ! مرسته وکړٸ!
دا غږ ډیر تریخ غوندی وه
د آه! او درده ډک وه
هو! دا د هغی مور غږ وه
چی زامن لوڼه یی ټول
په وینو ډک پراته وو
دا
دهغی افغان میرمنی غږ وه
چی د قدرت پر سر
جنګونو کی یی
لومړی خاوند بیا اولادونه مړه شول
او اوس! اوس!

آه! کوي فریاد کوي
او خدای ته ژاړي
خدای څخه انصاف غواړي
او اوس یی د آه!
او فریادونو اوریدو لپاره

بغیر له خدایه
هیڅ څوك نشته
ځکه د چم وګړي
د دغی افغانی په څیر
په زړه زخمي زخمی وو
خدای خو دی دا
ظالمان
په دین دنیا ذلیل کړي
زموږ د چم خلک یی
په غم اخته کړل ټول
ښایسته شپه یی ورته
په غم بدله
کړه
حتی تر دی اندازی
ستورو د غم له لاسه
ځلاوی ونه کړی
او سپوږمۍ هم له غمه توره شوله
پایښت دعا کوي
تل
چی خدای دی دا
ظالمان دا د افغان قاتلان
په دنیا وشرموي
په دوزخ وسوځوي

د شاعر نور شعرونه ←