افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ورځ ده هغو ده چې په شپه کې ځانته کور جوړوي
له رڼا تښتي په تياره کې
ځانته کور جوړوي
زما باور دی د آه ږغ به له چا پورته نسي
چې هر سړی خپله سينه کې ځانته کور جوړوي
چې د خدای قهر ورته وسي او له مځکې اخلي
راشي زموږ په محله کې ځانته کور جوړوي
اول دي خال وپوښتي څرنګه تک شين سويدی
بيا دې د زلفو په سايه کې ځانته کور جوړوي
بس زما
پير دی زه يې بې شرطه لاسنيوی کومه
څوک چې د ميني جزيره کې ځانته کور جوړوي
ودې مين ته به هنره چا
دعا کړې وي
چې له جانان سره کوڅخه کې ځانته کور جوړوي