د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1606 شاعران10540 شعرونه
امان الله نصرت

څلوريزې

-
که رقيب مې نه صبريږي له کړاوه
تير به نه شم ستا د مينې له
تړاوه
دا مې پريکړه دا مې ژبه دا سوګند دى
لاس به وانخلم د ګلو له پړاوه
*****************************
غليم زمونږ په
وينو رنګ کړل کلي
په ډير وحشت يې ړنګ و بنګ کړل کلي
اوس به بدل ترينه د وينو اخلم
چې يې تبا راته په جنګ کړل
کلي



------------------------------
ادم شهيد شو رباب اور اخيستى
بلبل ستي شو ګلاب اور اخيستى
په جوم
اتونو يې هم زړونه يخ کړل
قران يې وسو محراب اور اخيستى



----------------------------------
غليم مو بلې کړې په
زړونو لمبې
د بر ګودر په چنارونو لمبې
پيغلې يې وسوې او منګي يې مات کړل
خيژي د کلي له بامونو لم
بې

د شاعر نور شعرونه ←