افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
سپرلیه
سپرلیه! پری مو ږده لږ لری لاړ شه
زمونږه زړونه له غمونو له ډک دی
زمونږ له کلیو هدیری جوړی شوی
زمونږه زوړنه له دردونو ډک دی
ستاپه لمانځو کی به پاتی راشو
زمونږه زړونه کی تیرونه خښ دی
دوخت ظالمو په غلط تکفیر کی
زمونږ کورونه له سرو وینو ډک دی
موږ به تا څنګه ولمانځو سپرلیه !
زمونږه زړونه د وحشت له غبارونو ډک دی
د نفاق اور مو په وطن کی دښم
نانو وشیند
زمونږه زوړنه د وختو له نفرتونو ډک دی
طبیبان ټول راته حیران چه زمونږ حال ته ګوری
زمونږه زړونه د نفاق له مرضونو ډک دی
د غلامی له کړۍ وباسه ګردن (محمدی)
کنه نو بیا به دی ژوندون له تکلیفونو ډک وی