افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
درنه ځم!!
رنګونه دې له خياله تښتومه درنه ځم!
له سترګو دې
خوبونه تښتومه درنه ځم!
زما د مينې ساز به دې په رګ رګ کې نڅيږي
په زړه دې پرهرونه جوړومه درنه ځم!
يواځې اسويلي به دې سينه کې په څپو وي
يادونه دې په ذهن کې کرمه درنه ځم!
د کبر مينارونه دې تمام نسکوروم
د خاورو په ډيري دې کينومه درنه ځم!
تصوير به مې په اوښکو لمبوې ورته به ګورې
آخر په دې څه داسې ژړومه درنه ځم!
کابل افغانستان