د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمدابراهیم مسیح- کلات

غزل

پرسینه ډیر زخمونه واخلي تر ټکوره راسي
د جنګ کیسې راوړي سیده تر خپله
کوره راسي




جنګ ته چي ځي د مور دعا یوسي د تورو خلک
لکه خلیل ځکه کامیابه له سره اوره راسي


ما مي د زړه پر وره لیکلي چې راتګ منعه دی
دا ښکلي هم لکه زور واکي بس په زوره راسي



عجیبه دا تاسو چې هر څه کوي ښه یې بولي
زما د هر کار نتیجه ولي تر شوره راسي



چې رالیږي
زموږ زخمونو ته د څړیکو درمل
یو وخت به دا دردونه ستاسي تر لاهوره راسي



ته چې په کاڼي زړه کې هم
وغواړي ځای درکوي
خو زما د بخت مرغۍ چې سپینه ووزي توره راسي



مسیحه ته چې په کوم نیت له کلي و
ایستلي
د هغو خلکو ککرۍ به هم تر ګوره راسي

د شاعر نور شعرونه ←