د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10564 شعرونه
محمد اسماعيل (غريب) كندوز

خبرې كوي

خبرې كوي



څه ګرومهار دى څوك له چا سره خبرې كوي



ښايي رقيب وي له اشنا سره خبرې كوي



خلكه راجمع
شۍ غوږونه ورته سم ونيسۍ



زما د سر قاتل زما سره خبرې
كوي



خدايږو تړي مې ګونګوسې مې تر غوږونو راغلې


د كوه قاف ښاپېرۍ بيا سره خبرې كوي



زما له
وينو يې خوله پاكه كړه چې پوهه نه شم



راته رادرومي په خندا سره خبرې
كوي



د غنم رنګو نصيب خوار دى له ازله پيدا



دا شنه او سرۀ به خامخا سره خبرې كوي

د شاعر نور شعرونه ←