د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1606 شاعران10540 شعرونه
ملتيار جنوبي پښتونخوا

راته ژاړي

دحالاتوپه هردرنګ کي ستايادونه راته ژاړي
نن دتوراولچک په شرنګ کي
ستايادونه راته ژاړي
دپردي بهارغونچوته چي دخيال سترګي کړم رڼي
ددې هرګلاب په رنګ کي ستايادونه راته ژاړي
دژوندون ستړې نغمه شې،تل ددردپه راګ کښي پورته
دارمان په هراهنګ کي ستايادونه راته
ژاړي
زماله اوښکواخرجوړي طلسيمي دجم پيالې شوې
چي يې نن په هر هرکړنګ کي ستايادونه راته ژاړي

ستاپه توراوربل کي نغښتې خوبه تل سنبل وږمه وه
نن په تورلاچي لونګ کي ستايادونه راته ژاړي
دم
انيزفکرله ټاله چي شېبه دقرار راوړم
دغمجن زړه په غورځنګ کي ستايادونه راته ژاړي
دښکلاپه هرتعبيرکښي که پښتوغوندي ځلېږې
دبدرنګوپه پرهنګ کي ستايادونه راته ژاړي
عجيبه مي برخليک شو،وايه څه ته
پناه يوسم
هم په سوله هم په جنګ کي ستايادونه راته ژاړي
اه،دورکي لاري يون دي ستارڼاتروږمۍ تروړلې
دتياروپه تورګړنګ کي ستايادونه راته ژااړي
ددې نيمي شپې په غېږکښي ځکه ما ملتيار سازکړ
دهمدې سېتارپه ترنګ کي ستايادونه را ته
ژاړي &
nbsp; &nbs
p;

د شاعر نور شعرونه ←