د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ذبيح الله زيارمل

ډېوې

دژوندون ډېوې يې مړې دي
دمرګي انتظارباسي
ژوندون ټول يې لېونتوب دي
له دې واړوځان اوباسي
دنړۍ په هسك ولاړ دي
يوروڼ ستورى دي ځليږي
له مداره دى وتلى
په
يوچاپسې ګرځيږي
نه هوښارنه ليونى دى
نه هرچاغوندې سړى دى
دانړۍ چې واړه ګورې
له دې واړونه پردى دى
يوغټول دى په بيدياكې
غوړيدلى په صحراكې
دزړه وينې يې خوراك دي
ژوندون ټول يې په ژړاكې
دامين دى
ستادسترګو
له ښكلادې توري باسي
داشاعردي ستادحسن
له ادا دې توري باسي







هلم
ند

د شاعر نور شعرونه ←