افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
سفر
زه روان یمه سفر ته که راځی
درنه ځمه زه بهر ته که راځی
هله راشه چی دی ښکل
کړم د زړه سره
بیا به نه یم که دیدن ته ته راځی
خلک کینی زړه خواله وکړی یو بل ته
تاله زړه نه غورځاولی یمه بهر ته که راځی
که دیدن پسی دی دواړه سترګی اوځی
په ماګرانه بیا به نه یم پدی چم کی که راځی
د بدن
غوښی می ټولی شولی ورتی
اور می بیا په زړه بل کړی که راځی
زه که لاړمه پناه شوم د دی خړباب خیبره!
بیا به
ډیر درته مشکل وی که سلام ته می راځی
(محمدی) درته بس دومره غوندی وایم
چی جوړ کړی می دمینی یو غزل دی که
راځی