پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ته خوراشه
دومره زربه دې جانان كړم
چى حيرانه دادنيا شي
خپل زړګی به كړم
ستاخونه
درقيب كور به صحراشي
٭ ٭
ته ټوپك لير ې ګذار كړه
زه به لاس كې قلم در كړم
كه پر هر په مينه راوړې
په ليمو به ملحم در كړم
٭
٭
راځه شو غاړه په غاړه
بل خوامه ځه كبر جنه
شم به ستادسوال ځواب زه
نور له
چامه كړه پوښتنه
٭ ٭
په خنداخندائى راوړه
خفه شوې ارم
انونه
چى دمينې جا مې وركړم
پكې ورك به شي غمونه
٭ ٭
ورته جوړ به كړمه كلی
ستا دخيال ستړي كاروان ته
تاج محل به د زړه وركړم
ستا دهيلو خوږ جانان
ته
٭ ٭
تير وتلي تصور ته
به دې جوړې بهانې كړم
تا به
زړه كړمه دزړونو
تابه ګل ديارانې كړم
٭ ٭
&nb
sp;
د غونچو غونچو ګلونو
ګستان به درته كښيږدم
دمسكۍ مسكۍ خندا
ډك ډك خمان به درته كښيږدم
٭
٭
خوكه به بلې ډيوې راوړې
داسمان له ستورو ښكلې
بيا به ګورې دغه ځاله
چى په ښكلوكې شي ښكلې
٭ ٭
دخوښۍ غوټۍ به ګل شي
تشې څانګې به شې ډكې
په شغلو درڼا ګانو
دلمر وړانګې به شي ډكې
٭ ٭
دښكلاپه پلوشو
به
داسمان ستورو ته رسو
درڼا له دروازو به
دجهان ستورو ته رسو
۱۳۸۶-
۸-۳
كابل ښار