افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1606 شاعران10540 شعرونه
غزل
مونږ د ازمیښتونو په ټالونو کې پراته ښکارو
مونږه به ښه نه یؤ ځکه هیچا ته ښه
نه ښکارو
ډیرې خاموشۍ سره ستم د جانان وزغمؤ
ځکه چې د مینې په کتاب کې پښتانه ښکارو
مونږ د هر قدم رفتار هم
ستا د خیال نه کړې دئ
ستا د محبت په پیچو تاب لارو خواره ښکارو
ډیره خاموشی هم د رنګونو ښائست پټ کاندی
دا
چه مونږ خاموشه یؤ تاته به خود غله ښکارو
ستا د لیونو سترګو دیدار داچې مونږ ونکړو
اوس د لیونتوب په
وطنونو کې پاښه ښکارو
ستا سترګې مې ولیدې ستا سترګې مې خوښې شوې
ستا سترګې به څوک وینی تاته چه مونږ نه ښکارو
مونږ چې خپل سرونه په تلی کې ورته ایښی دی
هغو محبو بو ته به خدای خبر چې څه ښکارو
مونږ په خپل غیرت کې د
وفا نامه رانغښتې ده
چا ویل چې ستا د منزلونو نه ستانه ښکارو