افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
حُـسن لری ښکلی کـړی ســیــنـګار څــــله
اخــــلی د زخــمـی زړونـــــو ازار څـــله
دوه دی ښــکلی غـــټی غــټی سترګــی دی
تـور بـا ڼه دی غـشـی کـوی ښـــکار څـــله
ښکارچی ښکاری وکړی نویی پورته کړی
ته په ښـکار ځــان اچــوی نــــا ګار څــــله
تـه پـه ټــــولو نــجونــو کی حـسیــنه یــــی
ځــی لــکه د زرکـــی پــه رفـــتار څــــــله
ځان به درنـــه زه ټـــول سپــیــلنی کــړمـه
نـه مــی جــــوړوی د مـیـنی یــــار څـــــله
زه جواد ٭ شیرزی ٭ ډیـر ګیـله مـن شوم
ه
کښیـناسـتی په څـــنګ کــی د اغــیار څــله