افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
غزل
مين زړګی مي هرقدم ستاپه ښکلاپسي ځي
ستاد
سايې غوندي جانانه تل په تاپسي ځي
چيري چي هم څراغ په اوښکو وتياروته بل کړو
قاتل مهال دی هلته هم سپېره هواپسي ځي
تاهم د و ړانګو ځينې ټو لي کړې دشپو پر تنو
لمر مخې وايه؛ دالارورکي به په چاپسي ځي
له رڼو ستورو دي،دهرخال يو انځور را سپړ ي
هم دي سپووږمۍ تل دښايست په انتهاپسي ځي
دلته موسکا دګل پرپاڼو سرو غرم
و خو ړلې
دوږموروح يې امانت ،اوس په بورا پسي ځي
ماورته خپل اسوېلي دودکړلو،دشمعي غوندي
ناخبر خلګ دي، وای ښکلي په رڼا پسي ځي
ماملتيارته؛ بې
جانانه بل تلقين رانکړې
پرېږده؛دژوندوروستۍ سلګۍ دي،نن مي ساپسي ځي