د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نبیله وفا

غزل

ستا د عشق په لار کې شؤ بدنام خبره نه کوؤ
یؤ په خاصو خاصو کې
څه عام خبره نه کوؤ
ستا خودسره مینه به د زړه په کور کې لوۍ کړمه
ستا د پاره مونږه د ناکام خبره نه کوؤ
مونږ د غلامانو په طبقاتو کې راغلی یؤ
ځکه د ښه ژوند او د ارام خبره نه
کوؤ
داسې معلومیږی چه د ځان سره دځان به شؤ
ولې چې د کلی او د قام خبره نه کوؤ
بس چه په
غوجله کې ژوندون وی په مړه خیټه
مونږه وږی تږی د مقام خبره نه کوؤ
ما له راکوې به د
ژوندون د خمار ټال پکې
زار دې شم له سته د یو جام خبره نه کوؤ
مونږه د بلال غوندې د مینې حقداران
ګڼو
مونږ ه د ښائسته شهزاد ګل فام خبره نه کوؤ
دومره د غمونو سمندر په ځاې کړو مونږ
ختی یؤ د صبر
په غټ بام خبره نه کوؤ
هسې خو د هر څه په دستور کې قایدې لرو
تاسره وفا کې د انجام خبره نه
کوؤ

د شاعر نور شعرونه ←