افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
د اننګو پسرلۍ
چې په دې ښار کې نازولو سره مينه کوو
لکه په
ځوځو کې له ګلو سره مينه کوو
ژوند خو به خود په اشارو او کنايو تيروو
درقيب خوا کې چې له ښکلو سره مينه
کوو
نه غوټۍ غوړيدې بڼ کې،نه ګلونه وينو
هسې سپرلي کې له بمبلو سره مينه کوو
د اننګو د پسرلي په هيله –هيله
سوځو
ځکه لمبو کې له سوځلو سره مينه کوو
کمڅۍ-کمڅۍ زلفې دې څه دومره په ناز اړوې
مونږ د دار پر سر زانګلو سره م
ينه کوو
په نورو اوري يې د شونډو د سپرلي ګلونه
مونږ بايد نصيب يې تش ليدلو سره مينه کوو
3\8
1369
کابل پوهنتون