د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1606 شاعران10540 شعرونه
امان الله نصرت

څلوريزې

بياد ې سره لمبه راته ګلڅانګې کړې
بيا دې بنديوانې د لمر وړانګې
کړې
بيا دې د ستم توري راواخستې
بيا دې راته هيلې خاورو لاندې کړې



*************************
اغزي نه لرې ګلونه درسره دي
ډک له مينې پيغامونه درسره دي
ته رڼا در حمتونو يې نړۍ ته
ګرانې مورې الفتونه درسره
دي
***********************
ته خاوند د لوړ مقام يې معلمه
ته لايق د احترام يې معلمه
د رڼا د قافلو په لور دې يون
دی
ته د ژوند رنګين پيغام يې معلمه

د شاعر نور شعرونه ←