د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نبیله وفا

غزل

چې هم لطف د ګناهونو را عطا کړي
دا نادان زړګې به څه لارښود د
چا کړي
چې د حق باطن سپینوالې سره کیږی
تر هغې به مې دوې کور کلې تالا کړي
یو له غمه د مرګ غیږه کې اوده شي
بل د ژوند په قصیده باندې بنا کړي
خپل زړګې مې د ظالم سړی بدتر دے
په رنځور وجود په ما دا ستا ثنا
کړي
خپل نصیب راسره داسې چارې وکړې
د اوبو په سر د اور سکروټې راکړي
چې دعا د لاس په لپه کې کول دي
نو بې لاسو خلک څرنګې دعا کړي
زه يې ولې د غمونو نه ستومان شم
دا ډېر شکر دے چې دا سود خو په ما کړي
که زما په محبت
لږ څوک پوهیږي
نو بس ور دې شي او یار دې راپخلا کړي
ستا دهجر زور مې ملا را ماته نه کړه
ولولې مې هم هغه شانې نڅا کړي
ما نظر د ژوندانه ورپسې بایلود
دې نه غیر به نور څوک څرنګې وفا کړي

د شاعر نور شعرونه ←