د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
نبیله وفا

غزل

د ژوند
په غیږ د ازمیښت ټال لا روان پاتې دی
چې د خودسرو د ظلمونو نرخ ارزان پاتې دی
زه که شعور لرم او ډیر په مخکې
تګ کوؤم څه
زما وطن کې زما خلکو ته ژوند ګران پاتې دی
هغه ناپوه دي په خبره ځکه نه پوهیږي
ګنې دې خلکو ته د
کومې خولې بیان پاتې دی
ما له برې به د ظالم د کوره راوړې که نه
د زورورو خلکو زور ته مې جانان پاتې دی
کیدې شي
مونږه د یو بل په شریک وګرځؤ
په دې محلت کې ستا تڼۍ زما ګریوان پاتې دی
نن په قباه کې د مستۍ جامونه خپله
اوړي
چا ویل چې مونږه کې رښتینې دین ایمان پاتې دی
زه مې د ځان په ګته هیڅکله راغلې نه یم
زما وجود پخپله ځان
ته یو تاوان پاتې دی
خدایه چې زه به مې د هغه جانان څه کیږمه
زما د مینې د ګونګي احساس ګمان پاتې دی
ښکاري له خپلو رڼاګانو نه ړانده شي هغ
د کومو خلکو نه چې ځان پاتې ویجدان پاتې دی
خپله وفا به پیژندنه کړي زما
د وجود
زما غزل چې د وختونو په مزل باندې روان پاتې دی

د شاعر نور شعرونه ←