د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ښاغلي عبدالغفورلیوال شعرونه

نیزار

نیزار



عبدالغفور لیوال



هر کال چې پسرلی شي له کیږدیو سره راشي
یو
څوک مو شینکي کلي ته شپیلیو سره راشي
رمه درې ته بیایم د ځنګله لار ورته نیسم
د غرونو مسته لور
ګوندې څيړیو سره راشي
یو چا په تورو سترګو کې د پړانګ خوی دی پټ کړی
د زړه ښکار ته مې غلي له هوسیو سره راشي
راغلې بنګړیوانې خوشه چینه لاری څاري
چې خوا ته یې لوګري له ستریو سره راشي
د سترګو زخم ساتمه د اوښکو
په نیزار کې
کیدای شي چې تصویر دې د هیلو سره راشي
توپان توپان وطن ته مو یو نوح د ثواب نه شته
چې دومره
ګنهکارو ته بیړیو سره راشي

د شاعر نور شعرونه ←