د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
د جلالزي را ټولونه

بورا په څو ټپو کې

بورا په ټپو کې



نوم ورکی
را ټولونکی: میرویس جلالزی


بورا بلبل ته په ژړا شو
چمن خزان شو اوس به دواړه سره ځونه



بورا به ولي ژړا نه کا
خزانه تا چې
په ګل وکړل چپاونه



بورا په ګل کې رنځور پروت وو
پاڼه پکې ورته وهي چې جوړ به شینه



بورا د ګل په ډنډر ناست وو
زړه یې سوری وو ګل یې سور په وینو کنه




بورا د ګل سره جوړیږي
چیرته ګونګټ چیرې د ګلو صورتونه




بورا د ګلو په بوی راغی
ګل یې بوی نه کړ خار یې وخوت تر څنګونه

د شاعر نور شعرونه ←