پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
زه که د حسین جور او ستم ته ګوتې واچوم
سر به په ژاړه شې که قلم ته
ګوتې واچوم
سپینه ډیوا مخ به د جانان درکښې پیدا کړمه
زلفو که یو ځلې ستا تور تم ته ګوتې واچوم
خپله به نارې کړې چې ګنډم ګریوان رادلې که
هر کله که ستا د زلفو خم ته ګوته واچوم
څوک به همنوا وی د
بلبل چغار به څوک ژاړی
زه هم که مطرب شم زیر او بم ته ګوتې واچوم
ماته خپله خونه له ازله رنتهبور
پاتې
څه رنګ شم خوشال مغل اعظم ته ګوتې واچوم
ورکې به تیارې د ظلم شی صبا به اوخیژی
بس خو که یو ځل ګریوان د ګرم ته ګوتې واچوم
څوک به شلیدلې ګریوان اوسی په جګړه کښې
زهء هم که ددې دنیا ارم ته ګوته واچوم
ویړ
شو د نفاق زخم ناسور شولو په زړونو کښې
قومه اوس بوئېدهء دی چې مرهم ته ګوته واچوم
ته ء به دانشوره ماتا
سم واې که ګرم واې
ځه که ددې دور محترم ته ګوتې واچوم
ځکه مې کمزوریه ستا کمزورې ګریوان څیرې کړو
ګوتې مې م
اتیږی که رستم ته ګوتې واچوم
زړهء مې خرابات غواړی لټون مې هم دمیو وی
څه شوا که په پاسه زړهء حرم
ته ګوتې واچوم
ډیربه شی سرټیټې کافرانو ته اسلام زما
پاسې خوبوئېدهء دی چې الم ته ګوتې واچوم
زهء طاهر چې
ظلم ددې دور د یزید وینمه
نوره مې وس نهء وی خو ماتم ته ګوتې واچوم
د کلی په کنډاوء کښې