د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالقديم وياړ

اقرار

ستا جوړه سترګې
لکه دوه تورې هندوګيانې
چې زما پرلور کږي شي
رام،رام ورسره وايم
چې خپه نشې



خپله کلمه مې هم
کلکه زړه کې ده ساتلې
لکه ستامينه چې نه يې هيرومه

23\11\1387
کابل –وزيراکبرخان مينه

د شاعر نور شعرونه ←