د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نبیله وفا

هسې نه چل

راځۍ چې واغوندو د وخت څهرې
هسې نه چل د زندګۍ هېر کړو
هسې
نه مونږ د دې دنیا سوداګر
خرڅ کړي د خپلو فاېدو د پاره
هسې نه مونږ شو زر خرېد غلامان
هسې
نه واخلي مو پیسې په سر
مونږ پخپل ورور مړه کړي
هسې نه څوک زمونږ چمن تالا کړي
زمونږ نه مېنه چور
کړي
زمونږ نه ځان چور کړي
راځی چې واغوندو د وخت څهرې
هسې نه چل د زندګۍ هېر کړو

د شاعر نور شعرونه ←