د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
هدایت الله احدی

آزاد نظم

شعرونو مې نور زړه چاودلۍ
ځکه
مینه مې پریمانه ده له شعر سره
خو د شعرونو دلیک پرمهال
هرڅه مې له یاده ولاړ شي
هر څه کوښښ کوم چې نوی شی
نوې وینا د سپینې پاڼې پرمخ

لوستونکو ته ولیکمه
چې مې شعر پرې رنګینه شی
او د لوستو پرمهال
هرڅوک خوند ترې واخلي
خو!!!
هرڅه مې په
زړه کې شته
ویلی یې نشم
ځکه چې ډار په کار دی
د ځان ساتنه فرض ده
ما ته مې داخبره
پلار په ماشوم توب کې
کړې
چې زویه فکر دې وي
بې ځایه هیڅ ځای کې غږیږه مه
هغه هم په سیاسي مسئلو
نظر مه ورکوه






کابل شش درک
آواز خبري آژانس

د شاعر نور شعرونه ←