د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
استاد فضل الله رشتین

كاش ! چې زه ماشوم وې

كاش ! چې زه ماشوم وې

او د مور په نرمه غيږه كې پروت وې
ما ژړلې او هغې للو للو ويلې
زه يې غلې كولې او ويده كولې
كاش ! چې
زه ماشوم وې
وروڼو خويندو نازولې
او زه يې لوبولې
كاش! چې زه ماشوم وې
هر چا راسره مينه كولې
او زه يې ښكلولې
كاش ! چې زه ماشوم وې
پلار په لاسو كې نيولې



او زه يې پورته پورته ا چولې او بيا نيولې
كاش! چې زه ماشوم وې
خپله دنيا كې لوبيدلې
او نور په څه نه پوهيدلې
كاش ! چې زه ماشوم وې
غم د دنيا راسره نه وې
او نه يې
په درد باندې پوهيدلې
كاش ! چې زه ماشوم وې
دا بد حالت مې په وطن كې نه ليدلې
دا بمبارۍ
دا د بې ګناه خلكو
وژنه
دا د خلكو پريشانۍ
دا د دوي ناچارۍ
او بې وسۍ
د چارواكو بې پروايۍ
دا هر څه مې نه ليدلې
كاش ! چې زه
ماشوم وې
او ما د بې وسو د بې وسۍ احساس نه شوى كولې
كاش ! چې زه ماشوم وې
او ما دا بې كوره او بې اوره غريبان نه
شوى ليدلې
چې خواره واره
په دښتو او بيابانو كې
په غرو او رغو كې
په كليو او بانډو كې



د نا اميدی او
ناچارۍ
په سو راور كې
سوزيږي او كړيږي
كاش ! چې زه ماشوم وې
چې دا رشوت خواره
دا په اداري فساد كې لړلې
ناولې څيرې مې نه ليدلې
كاش ! چې زه ماشوم وې
چې هغه خائنان مې نه ليدلې
چا چې د ملت په وينو
ښګلې بنګلې
اخيستي دي
او پکښې عيشونه كوي
كاش ! چې زه ماشوم وې
او له هغو خائنانو نه خبر نه وې
چا چې په لندن , امريكا
او اروپا كې
په , دوبۍ شارجه او ماليزيا كې
د ملت په پيسو
عمارتونه او قصرونه جوړكړي
دي
او په دغو پيسو تجارتونه كوي
كاش ! چې زه ماشوم وې
او د هغو جنايتكارانو له افسانو نه خبر نه وې

چې نفس پرستان دي
زنا كاران دي
او د خپلې جنسي غريزې د تندې د ماتولو لپاره
د شپږ كلنو , لس كلنو ,
دولس كلنو معصومو نجونو
له عزت سره لوبې كوي
او د هغوي ژوند بربادوي !
كاش ! چې زه ماشوم وې
او دا هر
څه مې نه ليدلې او نه اوريدلې
كاش ! چې زه ماشوم وې
او د مور پاكې پې مې رودلې
نور څه مې نه خوړلې
كاش !چې زه م
اشوم وې
په مينه پوهيدلې
او په بل څه نه پوهيدلې
كاش ! چې زه ماشوم وې
بې ګناه وې
سپن او پاك وې
كاش ! چې
زه ماشوم وې !

د شاعر نور شعرونه ←