د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نسیم ستوری

مور

مــورې دا سـتـا د پــښو لانـدې
چې جـنــت نومیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی



مـــورې دوعــا نه مې هیـر نـه کـړی ستا بـچـی
یـمـه زه
دا سـتـا په غـیــږه کې لـوی شـوی اوس زلمی یمه زه


دا ستا دوعا باندې د ژوند مې ټول عـزت جوړیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی



د
ژونـــد ډیــوه د غــیر ت ویــنــه بــخــتــوره شــولـه
ســتـا د دوعــا پـه بــرکـت دا هـم معـتـبـره شــولــه



د ښکلا فکــر د رنګــونــو
اوس دولـــت ډیــریــږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا
کې حقـیـقت اوسیـږی



شعور د ژوند د ښکلاګانـو چـې ښـکلا پیدا کړی
د ژونـد هـیـنـداره بـې تکلیفه تـوره شپه سـبـا کړی



د ګـونـګـی ژبـې په لـمن کـې اوس غـیـرت زنګیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی



د انـتـظـار شپـه چـې سـلـګــو وه هم نیــولـی مـورې
ستا په دوعا بانــدې دا شپـه هم سـبـا شوی مورې



مورې د زړه ټولـو پــردو کـې اوس راحــت ټولیـږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی



د مـــیــړنــــو میــنــه چــــې څــڼــې د اوربــــل جــوړوی
د قام بچې چـې
د قـامـې وحـدت مورچـل جـوړوی
سـتـا د دوعــا پــه ګـریــوان میـنـه محبــت زیـاتیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
دا ستا د خولې دوعا د
ژوند مې تنـابـونه اوږدۍ
تــقــدیــر د سـاه د ښـکلاګـانـو سیـنـګارونـه جــوړۍ



خوب د ژوندون د پلوشو کې مې نعمـت ټـوکـیـږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا
کې حقـیـقت اوسیـږی




خوبونــه ټــول مـې د ژوندون
ستا په دوعا سمیږی
د نسیم ستــوري زړه کې میــنـه
او وفــا غــوریــږی
د خـوږ نعــمـت د نوښــتـونو خپل قسمت ویښیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت
اوسیـږی

د شاعر نور شعرونه ←