د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1606 شاعران10540 شعرونه
افضل شاه

غزل

غزل
سیدافضل شاه



ته خبر نه شوې زما نه، نه خبر یم
په خپل کلې
کې د لري مساپر یم
ستا څیره کله تته شي کله روڼه
تصور کې دې آشنا اوتر اوتر یم
چې ګناه او ثواب
دواړه سره یو شي
په څپو د مینې سر یو سمندر یم
که مې ګورې د خپل یاد په جزیرو کې
ناست په غاړه
د ګودر هر مازدیګر یم
د تیارو لاس به مې هیڅ چیرته پټ نه کړي
زه په مینې د آسمان لکه د لمر یم
م
حبت کې زه په ګټه تاوان نه یم
سوداګرو چې زه تیر له خپله سر یم
افضل شا کله له مینې توبه ګار
دی
زه د مینې سلطنت کې سکندر یم

د شاعر نور شعرونه ←