د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
افضل ټکور

قاتل نظر

قاتل نظر
افضل ټکور



ډیرو غمونو ته ور غاړې وتم
چې انګارونو ته
ور غاړې وتم
د تورې شپې قاصد به خود خپه وي
زه سحرونو ته ور غاړې وتم
تمیز د خپل او پردې نشته پکې
داسې
وختونو ته ور غاړې وتم
اوس به د زلفو تنستې اوبمه
چې غزلونو ته ورغاړې وتم
ستا د قاتل نظر به اخلم
بدل
نور همتونو ته ور غاړې وتم
وخته کیسه زما په یاد کې ساته
څنګه زخمونو ته ور غاړې وتم
پریږده چې م
ات کړمه د وخت لاسونه
زه ټکورونو ته ور غاړې وتم

د شاعر نور شعرونه ←