افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1606 شاعران10540 شعرونه
ستا له غمه
ستا له غمه
زیتون بانو
که راځي نو رود د اوښکو به روان
کړم
د الفت ګودر به بیا درته ودان کړم
ژوند مې لاړو یو آرمان شو دې آرمان کې
چې پوره د آرماني
ژوند یو آرمان کړم
د سپرلي او زیړو ګلو ذکر مه کړه
زه کیسه د سوي زړه څیرې ګریوان کړم
دا خو اوښکي ځارول
دي ستا له غمه
سر به هم دا ستا له سر ځیني قربان کړم
په زړګې مې تورې لړې را خورې دي
ځکه طمع د
ککو نه د باران کړم
دخیالونو ګوډاګی یې ځوانیمرګه
اوس به څه باندې قرار زړګی نادان کړم
زما رنځ خو
دغه رنځ دی بس طبیبه
چې ته راشي زه خپل رنځ درته بیان کړم
که مې څړیکه د (بانو) د مینې درکړه
نو قسم دی چې دا مینه به آسمان کړم