د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ارواښاد غني خان شعرونه

حال زما

حال زما
غني خان



هیڅ د عشق له غمه نه دي برابر غمونه کل
چې
د یار فراق دې ووې دغه دي خدای وهل
چې مې زړه د ایرو ډير شو د قارون خزانه څه کړم
چې لالی مې خوا کې نه
شته څه کړم ګل څه کړم بلبل
چې دنیا یې شي برباده آخرت به یې څوک جوړ کا؟
چې د زړه پښې
مې شوې شلي څه به کړم د امید زغل
زه په تمو تمو اوسم په ځوانی مې ځان کړ خاورې
چې هیچا زغملای نه شو هغه ما په ځان زغمل
بي جانانه جنت څه کړم بي وطنه بادشاه څه وي
یا به ځان پسې لاهو کړم یا به یې کړم د
پټکي ګل
په جومات کې مې ونه موند په مکه کې رانه ورک شو
خدای مې زړه کې را پیدا شو چې مې مخ د یار
کړ ښکل
غني! بد په ژړا ښکاري ګنې ده به وي جوړ کړی
په سېلاب د سوخت د اوښکو اباسین دریا یو بل

د شاعر نور شعرونه ←