د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه

سپرلیه لږ خو را شه

سپرلیه لږ خو را شه



پیرمحمد کاروان




سپرلیه لږ خو راشه ستا یادونه را نه هیر شول
زخمونه مي ډیر ولیدل ګلونه را نه هیر شول
د حسن د
ګلونو سترګې ډکي دي له اوښکو
د عشق د بلبلانو آوازونه را نه هیر شول
د ژوبل زړه په وینو کې مې تږ
ې آرمان لامبي
ساقي نه پیژنم ډک جامونه را نه هیر شول
اغزو رانه اخیستی دی په باج کې لال د
وینو
زاځه د زړه طبیبه مرهمونه را نه هیر شول
تیارې راته خورې دي د هجران په تور ماښام کې
د وصل
هغه ښکلي سهارونه رانه هیر شول
د ژوند په باغ او بڼ کې د باروتو بوی خور شوی
د ګلو د عطرونو کاروانونه رانه هیر شول
د وریت احساس په غیږ کې مې کاروان د سلګو پروت دی
اشنا یه د خندا ډک غزلونه را نه هیر شول

د شاعر نور شعرونه ←