افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1606 شاعران10540 شعرونه
غزل
غزل
غلام محمد کامه وال
ښایست هغه یو ساز دی نغمې یې نورې ښکاري
بهار هغه بهار دی وږمې یې نوري ښکاري
نطر ته یې چې ځیر شوم ارادې یې نوري ښکاري
پښتنون هغه پښتون دی خو
شملې یې نوري ښکاري
توکل مو شه په خدای یارانو ځي پسې دریږﺉ
امام هغه امام دی خو سجدې یې نوري
ښکاري
لږ وړاندي وروسته ګوری سره ورک نه شو ملګرو
حالاتو ته چې ګورم علامې یې نوري ښکاري
نازونه نوي نوي
خو فتنې یې دي بدلي
همغه زړه ډمه ده جامې یې نوري ښکاري
قسم دی((کامه واله) له تقریره معلومیږي
ملا هغه م
لا دی مسلې یې نوري ښکاري