د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

غزل

غزل
اسحاق ننګیال



څه ښکلي سوداګر دي څومره ښکلي یاران پلوريٍ
یو آس د
سپینو وریځو دی دوریځو ګلان پلوري
د ستورو په تېشوني جوړې کړې ورته ځڼي
نن دلته په دې چم کې یو کافردی بتان پلوري
یو بار یې درنګ راووړ د سپرلی جوار ګر ګوري
چې څومره یې ګران راووړ چې یې څومره ارزان پلوري
یو شین لوګی را خور دی یو سور اور دی لګیدلی
یو مست زردشت راغلی دی یو غلی آذان پلوري
بازار یې د نور لوټ کړ د آسمان سپینې کوترې
له لمر ځيني ټیک اخلي او د ستورو کاروان پلوري
د باد په نیلي سپور د سهار سپین شهزاده راغی
د شپو بربنډې پیغلي پرې شلیدلی ګریوان پلوري



د میرویس جلالزي کمپوز

د شاعر نور شعرونه ←