افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1606 شاعران10540 شعرونه
جنون
ته خو زما د مينې امتحان واخله
اندازه مې د
جنون په ښه شان واخله
د عشق سلام ته د درد پيغام نه غواړم
خپل خلوص ته د هوس نام نه غواړم
حقيقت د مينې هر زمان غواړم
اندازه مې د جنون په ښه شان غواړم
زه ح
سرت د مال او جواهر نه لرم
بې له تا په بل چا
زه نظر نه لرم
لږ خو د خپل حسن امتحان واخله
اندازه مې د جنون په ښه شان واخله
زه رشتين يم په تا تير له
مال او سر نه
او ته يې راته ګرانه له هر دلبر
نه
ته له مانه د مينې يو جهان واخله
اندازه مې د جنون په ښه شان واخله