افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
وايو افغانان يو
ځان ته وايو افغانان يو
دقدرت په چوګی جنګ کړو
دپردو په شاه روان
يو
ځان ته وايو افغانان يو
خدايه څنګه مصيبت دي
تر څه وخت به پدي حال يو
ځان ته وايو افغانان يو
هيڅ پند
نه اخلو له تاريخه
درپه درګرځو خيران يو
ځان ته وايو افغانان يو
دخيرات کچکول په غاړه
اوس سوالګردټول
جهان يو
ځان ته وايو افغانان يو
ديووخت امپراتوروه
ددي نسل قاچاقبران يو
ځان ته وايو افغانان يو
يوله
لوږي مړي فريادکړي
بل يي وايي مونږخانان يو
ځان ته وايو افغانان يو