د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محب الله محب

غزل

یو چا د زړه له سر نه امانونه رانه یوړل
یو څرک د مازدیگر پکی عمرونه رانه یوړل
علفت د ښکلو سترگو یی ډیوی وی بلی کړی
د زلفو تورو شپو یی سهارونه رانه یوړل
یو څرک لکه د لمر
غوندی ښکاره شو زندگی کی
د زړه له خزانی نه یی لعلونه رانه یوړل
تقدیر د محبت راته دوزخ په برخه راکړو
د
حسن مشالونو جنتونه رانه یوړل
جوپه و د خزان په گلکڅونو کی سرگند شوه
فطرت د گلرخانو بهارونه رانه یوړل
زه محب یی په کتو کتو کی خمار پاتی شوم
د سترگو په پیالو کی یی جامونه رانه یوړل

د شاعر نور شعرونه ←