د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

غزل
عبدالباري جهاني



کله راځي پر دغه لاره تا ته نه وایمه
د زړه خبره
ده اغیار تا ته نه وایمه
څوک تر سنګساره پر تنندي باندي تورونه کري
نامرده مه تښته له داره تا ته نه وایمه

څه کړیدل څه بلیدل څه تږې تږې اوښکي
څه سوځیدل وه تر سهاره تا ته نه وایمه
زله لکه اوښکه زر کیسې پر ګونګۍ
ژبه وړمه
راز مي رسوانه کړې اغیاره تا ته نه وایمه
له تعبیرونو مي د پلونو نښې و شمیرلې
تر جنازې که تر م
زاره تا ته نه وایمه
وایې کوڅې یې د رقیب له کاڼو تشي کړلې
زیری راځي له کندهاره تا ته نه وایمه
د جهاني له
شپو یې وشړل پردیس خوبونه
نن یې خبر راغی له ښاره تا ته نه وایمه



واشنګټن ډیسي

د شاعر نور شعرونه ←